لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کېک بوکسېنګ شپږ ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.
دغه سیالي د کېک بکسېنګ فدراسیون تر چتر لاندې د نظري کلپ په همکارۍ پيل شوې دي.
په دې اړه د نظري کلپ مسوول اللهنظر نظري پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ د رمضان جام تر نوم لاندې تېره شپه په مرکز لښکرګاه کې پيل شوې.
نوموړي وویل چې په دغو سیالیو کې ۷۰ لوبغاړو برخه اخیستې او شپږ ورځې به دوام وکړي.
د هغه په وینا، له دغو سیالیو څخه موخه د با استعداده لوبغاړو پېژندل دي څو په ملي لوبو کې ګډون وکړي.
دغه راز، یو لوبغاړی کرمخان احمدي د یادو سیالیو ترسره کېدو ته خوشحاله دی، خو وايي چې حکومت او ملي سوداګر باید ورشکاران تشویق کړي او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د یادونې ده، څو ورځې وړاندې هم په هلمند د کبډي سیالۍ پيل شوې او تر اوسه ادامه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن