ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۸ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۸ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
1 Apr 2024 - 12:00
د افغانستان بانک سبا ۱۸ میلیون ډالر لیلاموي
author avatar
1 Apr 2024 - 12:00

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سبا (د وري ۱۴مه) د داوطلبۍ له لارې ۱۸ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي.

یاد بانک دغه څرګندونې نن پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

دغه بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابروي، غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال ده چې یاد بانک د روانې وري میاشتې په ۱۲مه هم ۱۲ میلیون امریکایي ډالر لیلام کړي وو.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.