Language

درېیو ولایتونو کې له څه باندې پنځه زره کورنیو سره مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په کابل، بلخ، فراه ولایتونو کې له څه باندې پنځه زره اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې له ۳۶۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

سرچینې لیکلي چې دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ شوې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه غوړي، شپږ کیلوګرامه دال، او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

دغه راز، نن په بلخ ولایت کې د د بشرنوید او مونجي موعود خیریه بنسټونو له لوري له ۴۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.

په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي او وریجې ورکړل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د «خاکجبار خیریه بنسټ» د کابل ښار په دوولسمه ناحیه او د کابل ولایت به خاکجبار ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې له ۸۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په دغو مرستو کې یادو کورنیو ته، اوړه، غوړ، بوره او شین چای ورکړل شوي دي.