جلالاباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټيکوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو خپلمنځي شخړه کې درېيو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وري په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بټيکوټ ولسوالۍ اړوند لوړتۍ کلي کې د عبدالحبیب او باچا د کورنیو ترمنځ شخړه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د عبدالحبیب د کورنۍ يو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې ځای ته امنیتي منسوبین رسيدلي او په تړاو يې څلور کسان نيولي دي.
د قوماندانۍ وياند وايي، نيول شوي کسان به ډېر ژر عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP