کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پروګرام په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان کې د شاوخوا درې میلیون ماشومانو پر حادې خوارځواکۍ د اخته کېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې کولی شي دغه کال کې یوازې ۱،۶ میلیون ماشومانو ته رسېدنه وکړي.
دغه بنسټ پر خپله اېکسپاڼه یو ویډیوکلېپ خپور کړی او پهکې ویل شوي چې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۷۰۰ روغتیایي مرکزونه فعال دي او ماشومانو او ښځو ته خدمات وړاندې کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې چې تېر کال د افغانستان په ځينو روغتیایي مرکزونو کې پر خواځواکۍ د اخته کسانو شمېر درې برابره ډېر شوی او خبرداری ورکوي چې ښایي سږ کال درې میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوارځواکۍ برخې رییسې مونا شیخ وویل چې دا بنسټ کولی شي، روان کال کې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ۱،۶ میلیون ماشومانو ته د رسېدنې زمینه برابره کړي.
هغې ویلي چې دغه سازمان تېر کال اټکل کړی و چې ښایي ۸۰۰ امېدوارې او شېدې ورکوونکي میندې پر خوارځواکۍ اخته شي، خو دا شمېرې ۱،۲ میلیونو ته ورسېدې.
هغې وویل چې اوسمهال دغه سازمان کورنیو ته د غذایي توکو مرسته کمه کړې چې دا چاره به پر خوارځواکۍ د اخته کېدو کسانو شمېر ډېرېدو لامل شي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د شدیدې غذایي نا امنۍ خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې د بودجې کمښت له امله یې له افغانانو سره خپلې ۵۰ سلنه کمې کړې دي.
ومو غوښتل چې د دغه سازمان د څرګندونو په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم له ځان سره ولرو خو په ونه توانېدو.
خو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د وري په ۱۳مه یوه ويډیو کلېپ کې ویلي چې د دوی د اټکل له مخې په افغانستان کې درې میلیونه کسان پر خوارځواکۍ اخته دي.
هغه دغهراز ویلي وو چې تېرو دوهنیمو کلونو کې ټول هېواد کې د ځوارځواکۍ د درملنې ۲۲۰۰ سایټونه جوړ شوي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له واکمنېدو مخکې ټول هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې ۸۰۰ مرکزونه وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP