ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اختر د پخلاینې لپاره ښه فرصت دی

اختر د پخلاینې لپاره ښه فرصت دی

author avatar
10 Apr 2024 - 10:22
اختر د پخلاینې لپاره ښه فرصت دی
author avatar
10 Apr 2024 - 10:22

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۳): نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، د کابل ښار ځانګړې بڼه خپله کړې، ځینې کسان چې له خپلو خپلوانو او دوستانو سره خپه وو او اوس غواړي له یو بل سره پخلا شي له نورو هغو کسانو چې له یو بل سره اختلاف لري هم غواړي څو خپلې کینې پریږدي او له یو بل سره پخلا شي.

دیني عالمان هم اختر د پخلاینې او کینو پرېښودلو لپاره ښه فرصت بولي او وايي، هغه کسان چې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره خفه دي او اختلاف سره لري، هڅه دې وکړي چې په دې ورځو کې پخلا کېدو کې وار لومړی کړي؛ ځکه په اسلام کې له درېیو ورځو ډېر د دوو مسلمانونو خفګان حرام ګڼل کېږي.

مسلمانان په یوه کال کې دوه اختره (کوچنۍ اختر او لوی اختر) لري چې درې ورځې یې لمانځي، په دې ورځو کې د یو بل کورونو ته ځي او خوښي کوي.

د کابل د خیرخانې اوسېدونکې صالحې پژواک خبري اژانس ته وویل: «نن د اختر لومړۍ ورځ ده، د ورور کور ته مې ځم چې ورسره پخلا شم، که څه هم ورور مې له ما کوچنی دی، خو زه مشرتوب کوم او پخلا کېدو لپاره ورځم.»

صالحه وايي چې یوه میاشت مخکې یې له ورور سره د یوې مسلې پر سر اختلاف درلود او له امله یې له یو بل سره لفظي شخړه کړې او ورور یې له کور څخه شړلې ده.

دغه راز، د کابل ښار د بي بي مهرو سیمې اوسېدونکې مرضیه (مستعار نوم) هم وايي، له خور سره یې چې یو کال مخکې یې اړیکه ورسره پرې کړې غواړي د اختر په لومړۍ ورځ پخلا شي.

هغې زیاته کړه: «تېر کال ناروغه شوم، ټول خپلوان مې لېدو ته راغلل، خو خور مې رانغله، د خسر کورنۍ ته مې کمه راغلم، له هماغه وخت څخه مې اړیکه ورسره پرې کړه، او خبرې مې نه ورسره کولې.»

ورته مهال، دیني عالمان هم اختر د پخلاینې لپاره ښه فرصت بولي.

یو دیني عالم نورالله کوثر وايي: «مسلمان د مسلمان ورور دی، هیڅکله ورته دا اجازه نشته چې خپل مسلمان ورور سره له درې ورځو ډېر خپه پاتې شي، له درې ورځو څخه ډېر خپل ورور سره خبرې ونه کړي او پرې یې ږدي؛ پيغمبر (ص) فرمايي: مسلمان ته جایز او حلال نه دي چې خپل مسلمان ورور پرېږدي، له درې ورځو څخه ډېر غوسه پاتې شي، تر درې ورځو اجازه شته چې خپله غوسه وساتي او خپل مسلمان ورور پرېږدي، له درې ورځو څخه ډېر شرعاً حرام دي.»

هغه زیاته کړه: «د مسلمانانو اختر چې د مسلمانانو د خوشحالۍ ورځ ده، په دې ورځ په هیڅ صورت جایزه نه ده چې خپل مسلمان ورور سره غوسه پاتې شي، د سولې او ورورولۍ تر ټوله غوره فرصت د اختر ورځ ده.»

کوثر زیاته کړه: «د اختر ورځ یوه پلمه ده چې یو مسلمان خپل مسلمان ورور په غېږ کې ونیسي او کورنۍ یا بل هر څوک چې بل چا سره که ښځه وي یا نارینه، غوسه وي او یو بل سره خبرې نه کوي، باید کینه له منځه یوسي او هغه ورورلي تازه شي کومې باندې چې اسلام امر کړی او د مسلمانانو لپاره له دې بل هیڅ غوره فرصت نه شي پیدا کېدای.»

کوثر وايي، خدای (ج) قران کریم کې هم سولې ته اشاره کړې او خیر یې ګڼلې ده.

دغه راز، یو دیني عالم قاضي محمد‌حسن حقیار وايي، د اسلامي شریعت له مخې باید د دوو کسانو تر منځ خپګان له درې ورځو ډېر دوام ونه کړي.

هغه وویل، د اختر ورځې د مسلمانانو د خوښۍ او جشن ورځې دي، حضرت محمد (ص) له هغو مسلمانانو چې یو بل سره خپه دي، غوښتي چې د اختر په ورځو کې سره پخلا شي.

حقیار زیاته کړه، څوک چې د منځګړي په توګه د دوو مسلمانانو ترمنځ سوله کوي، ډېر اجر یې په برخه کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.