قلعهنو (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): سیمهییز مسوولین وایي، د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په کال بوریدې سیمه کې د یوه مازدا موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې ټپیان د درملنې په موخه اړوند ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن