لښکرګاه (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وایي، د هلمند ولایت په ګرشک او باباجي ولسوالیو کې د تندر لوېدو له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن په یادو ولسوالیو کې د تندر لوېدو دوه جلا پېښې شوي دي.
هغه زیاتوي چې په دغو پېښو کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP