Language

د پروان ـ بامیان عمومي لار بېرته پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وایي، د پروان – بامیان عمومي لار چې د دغه ولایت غوربند درې بېلابېلو سیمو کې، د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د پروان - بامیان عمومي لار تېره شپه د دغه ولایت غوربند درې شینوارو او سیاګرد ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له امله بنده شوې وه.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پروان ولایت غوربند درې، شینوارو او سیاګرد ولسوالیو بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله د پروان – بامیان عمومي لار تړل شوې وه چې د پروان د ټولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ په وسیله پاکه شوې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن د دې لارې بشپړه پاک‌کاري د پروان د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په وسیله روانه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.