کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۳ کسان مړه، ۲۷ نور ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وروستي ورښتونه بادغیس، اروزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتیکا، پکتیا، لوګر، لغمان او هرات ولایتونو کې شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن په کابل کې خبریالانو ته وویل: «لکه څنګه چې موږ او تاسو ته معلومه ده چې د تېرې جمعې ورځې راهیسې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د بارانونو له امله سېلابونه رامنځته شوي دي چې له امله یې زموږ هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او عامالمنفعه تاسیسات هم ویجاړ شوي دي.»
دی وايي، له پېښو سره د مبارزې ریاستونو د لومړنیو راپورونو له مخې، د دغو سېلابونو له امله ۳۳ کسان مړه، ۲۷ نور ټپیان او ۶۰۶ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
هغه زیاته کړه، د دغو سېلابونو راوتو له امله تر ۱۹۵۰ جریب ډېره کرنیزه ځمکه تخریب او همدارنګه ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي.
هغه زیاتوي، د یادو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ څاروي له منځه تللي او تر ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ هم زیانمنې شوې دي.
د نوموړي په وینا، ډېری کسان د خونو چتونو لوېدو پېښو کې مړه او ټپیان شوي دي.
د هغه په خبره، د روانې وري میاشتې له پیله تر اوسه ۲۲ زره او ۸۵۱ زیانمنو کورنیو ته د ملي او نړۍوالو موسسو په همکارۍ بېړنۍ مرستې وېشل شوي او په وینا یې چې د مرستو لړۍ روانه ده.
د یاد وزارت ویاند دغهراز وویل چې د افغانستان د هوا پېژندنې د راپور له مخې، په راتلونکو ورځو کې به هم بارانونه دوام ولري.
هغه له ټولو په ځانګړې توګه له هغو خلکو چې د سیندونو په مسیر کې یې کورونه جوړ کړي وغوښتل څو خوندي سیمو ته خپل کورونه انتقال کړي.
Views: 62
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن