کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت مقام وايي، پاکستان نن يو ځل بيا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد نه لري.
تر دې مخکې، د دواړو غاړو د چارواکو د يوې هوکړې له مخې له دې لارې ناروغانو ته له ويزې او پاسپورټ پرته د تګ اجازه ورکول کېده.
د ننګرهار ولایت مقام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تورخم دروازه پاکستاني لوري د ناروغانو پرمخ وتړله، پاکستاني مسئولين وايي هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکوي، چې پاسپورت او ويزه ولري، مسئولين هڅه کوي ترڅو ياده ستونزه حل شي.»
د راپورونو له مخې، تورخم کې د افغان ناروغانو د لېږد کمیسیون مسوول سمیع الحق جمال له افغان ناروغانو او ناروغ لرونکو غوښتنه کړې، تر بلې خبرتیا دې یاد کمیسیون ته له ورتګ ډډه وکړي.
د یادونې ده، دوه میاشتې مخکې هم پاکستاني چارواکو د هغو ناروغانو او موټر چلونکو پرمخ تورخم دروازه دوولس ورځې تړلې وه چې ویزه او پاسپورټ یې نه درلود، چې وروسته بیا د افغان او پاکستاني چارواکو د خبرو پایله کې اجازه ورکول شوه.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن