Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار او فراه کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي

جلال‌اباد- فراه ښار (پژواک، ۳ غويی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غويي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازیګر ناوخته د سره‌رود ولسوالۍ اړوند شیخ مصري سيمه کې يو ټېلر موټر يوه ماشومه وهلې دی.

هغه زياته کړه، ماشومه د موټرچلوونکي بې‌احتياطۍ له امله د موټر لاندې شوې او ځای پر ځای مړه شوې ده.

د زابلي د معلوماتو له مخې، موټرچلوونکی د امنيتي مسوولينو له لوري نیول شوی دی.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې، د فراه امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن سهار د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ د کندهار- هرات پر لویه لار یو لوکسل او ټېلر موټر ټکر کړی دی.

سرچینه وايي چې په یاده پېښه کې یو کس مړ شوی او د ټېلر موټر چلوونکی نیول شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.