لښکرګاه (پژواک، ۸ غویی ۱۴۰۳): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د نشهیي توکو پروسس درې کارخونې له منځه وړې دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې کارخونې د باغران ولسوالۍ اړوند د مایګان او دره سیمو کې له منځه وړل شوې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په يادو کارخونو کې شاوخوا ۸.۵ ټنه اومان، ۶۰ لېتره کیمیاوي مواد او د کارخونې نور توکي ټول له منځه وړل شوي دي.
هغه دغه راز وایي چې امنیتي ځواکونو نن د واشېر ولسوالۍ اړوند، هرات – کندهار پر لویه شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه اېف نشهیي توکي هم نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، د یادو موادو په تړاو دوه کسان هم نیول شوي او له څېړنو وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن