فراه (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۳): فراه کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د بخشاباد په نوم د اوړو تولید یوې کارخونې د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې سره فعالیت پيل کړ.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس حافظ شمسالحق اجمل نن په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه کارخونه د ورځې له ۳۰ تر ۴۰ ټنه غنم اوړه کوي.
هغه وویل چې په دغه کارخونې کې ۱۴ میلیون افغانۍ پانګونه شوې او ۳۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دې کارخونې مسوول کمالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چې په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ډېر دي نو دا یې لازمه وبلله چې کارخونه جوړه کړي.
هغه وویل، هڅه کوي با کیفیته اوړه تولید کړي او نورو ولایتونو ته به یې هم ولېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن