فیضاباد (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): د بدخشان امنیه قومانداني وایي، یو کس چې د افغانستان - تاجکستان ګډ بازار کې د نشهیي توکو پر قاچاق تورن و، د تاجکستان له پولیسو د ځانژغورنې په موخه ځان امو سیند ته غورځولی او مړ شوی دی.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل: «یو ۲۵ کلن کس چې د بدخشان شغنان ولسوالۍ ګډ بازار کې د نشهیي توکو پر قاچاق تورن و، د افغانستان - تاجکستان سرحد کې د تاجکستاني ځواکونو تر تعقیب لاندې و، د دغه هېواد د پولیسو له تعقیبه د ځان خلاصولو په موخه یې امو سیند کې ځان غورځولی دی.»
هغه وویل چې دا کس د تخار اصلي اوسېدونکی او د شغنان ولسوالۍ په بازار کې په دوکاندارۍ بوخت و.
د هغه په خبره، که څه هم خلکو هڅې کړې خو تر اوسه د دغه کس مړی نه دی موندل شوی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن