کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د اېمسيسي چیني شرکت مشر د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان لویو کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور د چین دولتي شرکت (MCC Holoda) له مشر سره ولیدل.
سرچینې ویلي، اېمسيسي شرکت د هېواد د مس، سرب او جستو کانونو کې د پانګونې غوښتنه او په دې برخه کې یې د کانونو او پټرولیم وزارت د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
ورته مهال، شهابالدین دلارو هم په دې لیدنه کې ویلي چې بامیان، کندهار او غور ولایتونو کې د سرب او جستو کانونه شته.
هغه زیاته کړې: «په هغه صورت کې چې دغه کمپنۍ د اسلامي امارت له شرایطو سره سم چې د هغه پروسس د افغانستان په داخل کې وشي، موږ چمتو یو همکاري وکړو، له دې پرته د خامو توکو صادرات او د هغو پروسس له هېواده بهر جواز نه لري.»
د یادونې ده، اېمسيسي شرکت د چین د کانونو د استخراج یو له لویو شرکتونو دی چې د مس، سرب او جستو د استخراج او پروسس برخو کې فعالیت لري.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن