ژبه

اروزګان کې د ښوونځيو کمښت؛ ۸۴ زره ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): اروزګان کې د ښوونځیو کمښت له امله څه باندې ۸۰ زره ماشومان له زده‌کړو پاتې دي، او مسوولین د ښوونځیو جوړېدو لپاره له نړۍوالو مرستندویه ادارو د همکاري غوښتنه کوي.

د اروزګان د پوهنې رییس مولوي شمس‌‌الله کامران اخندزاده تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، اوسمهال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۸ ښوونځي شته، خو یو شمېر یې غیرفعال دي.

خو هغه وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو په مرسته توانېدلي چې تېر کال ۴۴ بند او ویجاړ شوي ښوونځي بېرته د زده‌کوونکو پر مخ پرانیزي.

هغه وایي چې له دې سره، سره اوس هم د دغه ولایت په کچه ۸۴ زره ماشومان د ښوونځیو کمښت له امله له زده‌کړو پاتې دي.

د ده په خبره، د ښوونځیو شمېر د ماشومانو په پرتله کم دی.

هغه اندېښنه ښيي چې که له زده‌کړو پاتې ماشومانو ته نوي ښوونځي جوړ نه شي، دغه لسګونه زره ماشومان به له زده‌کړو محروم او بې‌‌برخلیکه پاتې شي.

اخندزاده زیاتوي، اوسمهال له سل زرو ډېر ماشومان د دغه ولایت په ښوونځیو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

ده وویل چې یوازې سږ کال ۱۹ زره ماشومان په لومړنیو ټولګیو کې ښوونځيو ته جذب شوي دي.

نوموړي له ملي او نړۍوالو مرستندویه ادارو وغوښتل چې دغه ولایت کې د نوو ښوونځيو جوړولو برخه کې ورسره همکاري وکړي.

ورته مهال د یاد ولایت اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې د ښوونځیو کمښت له امله یې زرګونه ماشومان له زده‌کړو پاتې کېږي.

د ترینکوټ ښار اوسېدونکی حبیب‌الرحمن وایي، دغه ولایت کې د تېرو کلونو جګړو ډېر شمېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخي کړي دي.

نوموړي وویل: «اوس چې امن راغلی نو اړینه ده چې مسوولین ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې او د دغه ولایت په ټولو سیمو کې د اړتیا وړ ښوونځي فعال کړي.»

دغه ولایت کې یو ټولنیزفعال عطاالله افغان وايي، له زده‌کړو څخه د یاد شمېر ماشومانو پاتې‌کېدل ورته د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه زیاتوي چې دغه ولایت له کلونو راهیسې د ښوونې او روزنې برخه کې له نورو وروسته پاتې دی.

د ده په وینا، د تېرو څه باندې شلو کلونو جګړو اروزګان کې د ښوونې او روزنې بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی و.

افغان وایي چې له اوسني امنیتي وضیعت څخه په ګټې اخیستنې باید د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

نوموړي له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو وغوښتل چې دغه ولایت کې د اړتیا وړ ښوونځیو جوړولو په موخه لاس په کار شي.

هغه وویل: «د اوسني حکومت زیات شمېر مشران د دغه ولایت اوسېدونکي دي، له هغوی څخه په ځانګړې توګه غوښتنه کوو چې د اروزګان د پوهنې برخه له شته حالت څخه د پرمختګ لوري ته اوچته کړي.»

په همدې حال کې هغه ماشومان چې په سیمو کې یې ښوونځي نشته او یا ورڅخه لرې دي، غوښتنه کوي چې په خپلو سیمو کې دې ښوونځي ورته جوړ شي.

د دغه ولایت د چورې ولسوالي اړوند د نیازو سیمې یو اوسېدونکی ۱۴ کلن شمس‌الله چې د اووم ټولګي زده‌کوونکی دی، وايي: «زموږ په سیمه کې هیڅ ښوونځی نشته، موږ مجبور یو هره ورځ د ولسوالۍ تر بازاره ولاړ شو، ښوونځی مو هلته دی، دلته ډېر نور ماشومان شته چې ښوونځي ته نه ځي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله ۷۰ ښوونځي او مدرسې زیانمن شوي او مسوولین وایي چې د زده‌کوونکو په درسي بهیر یې منفي اغیز کړی دی.