کندهار (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): تېره ورځ د کندهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د درېنیم میلیون افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل سوځول شوي دي.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال نجیبالله داوري پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ یې ۵۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل سوځولي دي.
هغه وویل، دغه درمل چې شاوخوا درېنیم میلیونه افغانۍ ارزښت یې درلود، په تېرو شپږو میاشتو کې د عامې روغتیا ریاست او یو شمېر نورو ادارو له لوري راټول شوي وو.
نوموړي زیاته کړه: «دا درمل موږ د استخباراتو ریاست او نورو همکاره ریاستونو په مرسته راټول کړي وو چې وموسوځول، زموږ کوښښ دا دی چې په ښار کې هیڅ ځای بېکیفیته او تر وخت تېر درمل پاتې نه شي.»
د هغه په وینا، د بېکیفیته او تاریختېرو درملو په تړاو یې ځيني کسان هم نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
ورته مهال د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، که په درملتونونو او د درملو په شرکتونو څارنه ډېره او د بېکیفتیه درملو د واردولو مخه ونیول شي، د روغتیا په برخه کې به د خلکو ډېرې ستونزې حل شي او د فساد مخه به نیول شوې وي.
د کندهار ښار اوسېدونکي هدایتالله په دې اړه وویل: «دا خو ښه کار دی چې له ښاره بېکیفیته درمل ټول شوي او نظارت ورباندي زیات شوی، خو هر کال په ډېره اندازه درمل بیا هم راټولیږي، نو لازمه دا ده چې پر هغه لارو د درملو مخه ونیول شي چې افغانستان ته راوړل کېږي.»
په همدې حال کې درمل پلورونکي هم وايي، د ګمرک له لارې هیڅ درمل له ارزولو پرته بازار ته نه شي راوړل کېدلی او زیاتوي چې دغه ډول تاریختېر او بېکیفیته درمل پر نورو قاچاقي لارو کندهار ته راوړل کېږي.
کندهار ښار کې د یوه درملتون مسوول عبدالرازق وویل: «موږ هیڅ کله د بېکیفیته او تاریختېر درملو په پلور سره خپل باور نه خرابوو او بل دا نه یوازي چې زموږ دنیوي مسوولیت دی، بلکې اخروي مسوولیت مو هم دی چې چا ته خراب شی باید ورنه کړو.»
د یادونې ده چې دوه اونۍ وړاندې په هرات ولایت کې هم شاوخوا ۲۰۰ ټنه تاریختېر او بېکیفیته درمل وسوځول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP