کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): په کابل کې د قوشتېپې ملي شل اووریزه کرکټ جام په نوم سیالۍ نن سهار پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د هېواد له زونونو څخه پنځه لوبډلې برخه لري چې نن په کابل لوبغالي کې پیل شوې او ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
په یادو سیالیو کې د هېواد له پنځو زونونو د مس عینک، امو، بُست، بند امیر او سپینغر په نوم لوبډلې برخه لري چې د ملي لوبډلې، ملي الف لوبډلې، ملي نولس کلنې لوبډلې او کورني کرکټ لسګونه لوبغاړي به پهکې ولوبېږي.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس نصیب خان وویل: «د دغو سیالیو د ترسره کېدو څو هدفونه دي، یو خو مخکې په کورني کرکټ کې په دې نوم شل اووریزه سیالۍ نه وې، دا لومړۍ ځل دی چې ترسره کېږي او د کورني کرکټ لوبغاړو ته په کې زیات د لوبېدو چانس برابر شوی دی.»
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو بل هدف دا دی چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به خپله تجربې د کورني کرکټ له لوبغاړو سره شریکې کړي.
نوموړی وایي، دا چې نړۍوال جام په بله میاشت کې ترسره کېږي، نو ځینې لوبغاړي د هند په غوره لیګ کې بوخت دي او یو شمېر سریلانکا ته تللي او هغه لوبغاړي چې په هېواد کې پاتې او په نړۍوال جام کې د ملي لوبډلې برخه دي دغه سیالۍ ورته د چمتووالي لپاره ډېرې ګټورې دي.
هغه زیاته کړه، ځکه یې دغو سیالیو ته د قوشتېپې نوم غوره کړی څو نړۍوالو ته دا پیغام ورکړي چې افغانستان کې اوس امن دی، د قوشتېپې په نوم پروژه روانه ده او هېواد به ابادېږي.
همدارنګه د دغو سیالیو کډونوال او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي حمزه هوتک وویل، دغه سیالۍ د ټولو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی.
هغه زیاته کړه، په دغو لوبو کې د ځوانو لوبغاړو ترڅنګ د ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبه کوي چې خپلې تجربې او مشورې به له هغوی سره شریکې کړي.
نوموړی وایي، دغه سیالۍ د هغو لوبغاړو د چمتووالي لپاره هم ډېرې مهمې دي چې په راتلونکي نړۍوال شل اووریزه جام کې په ملي لوبډله کې لوبېږي.
ورته مهال د دغو سیالیو ګډونوال او د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي فریدون داوودزي وویل، خوشحاله دی چې په دغو سیالیو کې لوبېږي.
نوموړی وایي، یادې لوبې د دوی لپاره ډېرې مهمې دي؛ ځکه په دغو سیالیو کې د ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبېږي او دوی به ترې زیاته تجربه ترلاسه کړي.
دا سیالۍ نن سهار ۳۰ :۹ بجې د بند امیر او بُست لوبډلو ترمنځ په لوبه پیل شوې.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن