Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کارګر نړۍوال ورځ؛ د افغان کارګرو ستونزې، غوښتنې او د اسلامي امارت ډاډ
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د کارګر نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، یو شمېر افغان کارګر له سخت ژونده سرټکوي او له ا.ا څخه غواړي چې د دایمي کار زمینه ورته برابره کړي، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي د کارګرو ملاتړ وکړي او هره برخه کې ورته د غوره او معیاري کار زمینه برابره کړي.

د مې لومړۍ نېټه د کارګر له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او هر کال نمانځل کېږي.

د کار نړۍوال سازمان (ILO) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې خوندي چاپېریال د کار یو اساسي اصل او د کارګرو حق دی، هېوادونه باید د هغې پلي کېدو ته ژمن و اوسي.

د افغانستان د خواریکښو او مزدورانو سراسري اتحادیې رییس محمدلیاقت عادل هم پر خپله اېکس‌پاڼه له ټولو افغان کارګرو غوښتي چې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره دې سره یو موټی شي.

هغه له نړۍوالو هم غوښتي چې له افغان کارګرو ملاتړ او ورسره مرستې وکړي؛ ځکه افغان کارګر په هېواد کې له ټولو تحولاتو څخه ډېر متاثره قشر دی.

د راپورونو له مخې، په ځینو مواردو کې له کارګرانو ناوړه ګټه اخیستنه چې له کاري ساعتونو ډېر کار ته اړ ایستل کېږي، د روغتیا او خوندیتوب د بیمې او د کاري تړون نشتوالی د افغانستان په څېر په وروسته پاتې او بېوزله هېوادونو کې د کارګرانو اصلي ستونزې دي.

د افغان کارګرو سخت ژوند او غوښتنې

د کابل ښار نهمې ناحیې اوسېدونکي ۳۵ کلن قنداغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې له دوو کلونو راهیسې یې د اوسپنې په یوه فابریکه کې کار کاوه، خو یوه میاشت کېږي چې دنده یې له لاسه ورکړې او وزګار دی.

هغه چې د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده، وایي چې په کرایي کور کې ژوند کوي او په ډېره خوارۍ د ژوند شپې او ورځې تېروي.

قنداغا وایي، حکومت دې د کارګرو لپاره د داسې کاروبار زمینه برابره کړي چې هم په کې یو مسلک زده‌کړي او هم یوه دوامداره عاید ولري.

د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکي ۲۷ سردارمحمد له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهیسې کارګري کوي.

هغه وایي چې په اونۍ کې دوې یا درې ورځې کار پيدا کوي او د ورځې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو د استاد کار مزد ترلاسه کوي.

سردارمحمد وایي چې د پخوا په پرتله د کاروبار حالت خراب دی؛ پخوا به یې ډېر کار موندلی شو او د ورځې به یې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ افغانیو ترلاسه کولې.

هغه له حکومته غواړي چې خلکو ته په فابریکو او ځينو نورو ځایونو کې د کار زمینه برابره کړي.

خو د اروزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی خیرالله چې په وینا یې له تېرو۱۵ کلونو خټګري کوي، وایي له خپله کاره خوښ او راضي دی؛ ځکه چې په وروستیو کلونو کې د کورونو جوړولو کارونه زیات شوي دي.

خیرالله وایي، چې د کورنۍ درې نور کسان یې هم له ده سره کار کوي.

هغه وایي چې په اونۍ کې شپږ ورځي د خټینو کورونو پر جوړولو بوخت وي.

«هڅه کوو افغان کارګرو ته د غوره کار زمینه برابره کړو»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارګرو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه خپور شوي پیغام کې ویلي: «له شک پرته چې د بشري ټولنو پرمختګ، د هېوادونو د زېربناوو جوړېدل او په ټوله کې د نړۍ ابادي د کارګرو د نه‌ ستړې کېدونکو زیارونو او د هغوی د قوي ارادو محصول دی. زموږ د ګران هېواد افغانستان، درانه کارګر هم سره له دې چې له کمو کاري وسایلو او امکاناتو برخمن دي، خو بیا یې هم په ډېره وطنۍ مینه او احساس سره د خپل د وطن د آبادۍ لړۍ روانه ساتلې او شپه او ورځ لګیا دي د افغانستان د ښې راتلونکې او خپلو خلکو د هوساینې په موخه؛ بنسټېزې ټولګټې پروژې عملي کوي چې د هغوی کړنې او زحمات د قدر او درناوي وړ دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، دې ته ژمن دی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له کارګرو څخه د ملاتړ او د هغوی د تشویق په موخه د کار اړوند قوانین، پالیسۍ، کړنلارې او نور اسناد؛ طرحه او د پلي‌کېدو په موخه یې اقدام وکړي.

یاد وزارت له دغو اقداماتو څخه د بیلګې په توګه په کار قانون د بیاکتنې او هم د کارموندنې ملي پالیسۍ څخه یادونه کړې او لیکلي یې دي چې د راتلونکو قانوني پړاوونو ترسره کولو لپاره چمتو شوي ‌دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت لیکلي، د افغانستان د کارګرانو د ستونزو په درک کولو سره، د ټولو هغو اړینو هڅو په ترسره کولو ځان مکلف ګڼي چې کولای شي کارګرو ته خوندي او هوسا کاري چاپېریال برابر او په هره برخه کې د غوره او معیاري کار زمینه برابره کړي.

په یاد پیغام کې راغلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د هر ډول مادي او معنوي امکاناتو له لارې د کارګرو او د هغوی د کورنیو ملاتړ وکړي؛ څو وکولای شي د هېواد د کار بازار کې خپله ونډه غښتلې او خپل حضور تر پخوا ډېر فعال کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.