مزارشریف (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د بلخ عامې روغتیا ریاست وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال پر جلدي ناروغیو اخته څه باندې ۳۰ زره ناروغانو د مزارشریف حوزوي روغتون ته مراجعه کړې چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله نږدې ۲۰ سلنه ډېروالی ښيی.
د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون د جلدي برخې د شیف سرویس ډاکټر علياصغر ملک وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال پر بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته څه باندې ۳۰ زره ناروغانو دغه روغتون ته مراجعه کړې چې دغه شمېر په ۱۴۰۱ کې یوازې ۲۵ زره کسانو ته رسېده.
د ملک په وینا، ۱۴۰۱ کال پر بېلابېلو جلدي ناروغیو اخته ۱۲۰۰ کسان په دغه روغتون کې بستر شوي خو په ۱۴۰۲ کال کې د بستر شوو کسانو شمېر څه باندې ۱۳۰۰ ناروغانو ته رسېږي.
هغه زیاتوي چې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون جلدي څانګې ته له مراجعه کړو ۳۰ زره ناروغانو څخه شاوخوا ۳۰ سلنه یې پر اېسکبیس ناروغۍ اخته شوي وو.
ملک وایي چې روغتون ته د مراجعه کوونکو شمېر ډېریدو یو لامل دا دی چې پخوا په دغه روغتون کې د یادې ناروغۍ د درملنې څانګه نه وه او اوس د دغې څانګې د پرانیستې سره سم د جنګ او جګړې نشتون د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر خلک روغتون ته مراجعه وکړي.
د ملک د معلوماتو له مخې، اېسکبیس یوه ساري ناروغۍ ده او د یوې حشرې چې په سترګو نه لېدل کېږي د چېچلو له امله رامنځته کېږي او ډېری په مدرسو، کمپونو، لیلیو او ورته ځایونو کې خلک پرې اخته کېږي.
په ورته وخت کې یو شمېر ناروغان په یاد روغتون کې دوی ته له ترسره کېدونکو خدمتونو خوښ دي.
۶۵ کلنه هاجره چې له تېر یو نیم کال راهیسې د پوستکي پر سرطان اخته شوې وایي چې د درمنلې لپاره یې ډېرې هڅې کړي خو ګټه یې ورته نه وه کړې.
هغه چې په دغه روغتون کې یې په وړیا توګه عملیات شوي او درملنه یې روانه ده، زیاتوي چې دلته د ناروغانو لپاره مناسب خدمات ترسره کېږي.
رحیمه یوه بله ناروغه ده چې په خپلسري توګه یې د خپلې درملنې هڅې کړې خو وایي بې ګټې وې او د دې د ناروغۍ د ډېریدو لامل شو.
رحمیه زیاتوي چې روغتون ته له مراجعې سره سم یې په روغتیایي وضعیت کې د پام وړ ښهوالی راغلی دی.
بلخوا د بلخ عامې روغتیا ریاست مسوولین هم ټولو ناروغانو او ناروغلرونکو ته ډاډ ورکوي چې شته امکانات به له دوی ونه سپموي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخمېر صدام وایي چې د مزارشریف ابو علي سینا بلخي روغتون ټولې څانګې پر وسایلو سمبالې دي او د دغه روغتون ټول پرسونل شپه او ورځ د خلکو خدمت ته چمتو دي.
هغه زیاتوي چې په دغه روغتون کې ۱۳ بېلابېلې څانګې شته دي او په دغو څانګو کې ټول امکانات لکه معاینه، درمل او بستر په وړیا توګه خلکو ته وړاندې کېږي.
د مزارشریف ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون د شمال او شمال ختیځ ولایتونو په کچه یو له لویو روغتونونو دی چې دا مهال د ۸۵۰ ناروغانو د بستر ظرفیت لري.
Views: 150
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن