پاراخ (پژواک ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د پنجشېر ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د زمردو په یوه کان کې د ګاز ډبې چاودنې له امله څلور کانکیندونکي ټپيان شوي دي.
د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل، دا پېښه نن غرمه شوې ده.
هغه وویل، د پېښې ټپيان د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي او د هغوی له ډلې د دوو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یوه مېرمن د لغمان د الینګار ولسوالۍ په تینګور سیمه کې د ګاز ډبې چاودنې له امله مړه شوې وه.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن