کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): کابل کې د سیروم جوړونې یوې خصوصي فابریکې په لومړی ځل د ۵۸۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو میلیون او ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړي دي.
د «شفا ملي فارما سیټیکل» د سیروم جوړولو فابریکې رییس نثاراحمد ترهکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د صادر شوي سیروم وزن ۳۵۰ ټنه او ارزښت یې ۵۸۰ زره امریکایي ډالر دی.
هغه زیاته کړه، دغه کارخونه د ورځې ۱۵۰ بوتله او په کال کې ۴۳ میلیونه او ۲۰۰ زره بوتله سیروم او ۷۰ میلیون سورنج تولیدوي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر هم نن په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل، دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه بهر ته سیروم صادرېږي.
دی وایي، دا مهال افغانستان ته ۸۰ سلنه درمل په قانوني او ۲۰ سلنه نور په قاچاقي ډول واردېږي.
هغه پر سوداګرو غږ وکړ چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او کارخونې جوړې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرتالله جمال هم وویل چې افغانستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې د تولیداتو برخه کې پر ځان بسیا شوی دی.
هغه وویل، دا د ویاړ ځای دی چې له افغانستانه بهر ته سیروم صادرېږي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وویل، بهر ته د سیروم صادرات نه یوازې د افغانستان د اقتصاد په وده کې مرسته کوي، بلکې د هېواد د روغتیایي سیستم پیاوړتیا لپاره هم یو اړین ګام دی.
د «شفا ملي فارما سیټیکل» د سیروم جوړونې کارخونې رییس د معلوماتو له مخې، دغه کارخونه ۱۳۹۸ کال کې د ۱۲ میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې جوړه شوې چې دا مهال زرقي سیروم مقطر اوبه او سرنج تولیدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP