ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې سېلابونو ۱۳۰۰ جریب فصلونه له منځه وړي

لوګر کې سېلابونو ۱۳۰۰ جریب فصلونه له منځه وړي

author avatar
6 May 2024 - 18:16
لوګر کې سېلابونو ۱۳۰۰ جریب فصلونه له منځه وړي
author avatar
6 May 2024 - 18:16

پل‌علم (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۳): د لوګر کرنې ریاست وایي چې له تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د پرله‌پسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد پژواک ته وویل، وروستیو وروښتونو په مرکز پل‌علم، خروار، بره‌کي‌برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړولي دي.

شاهد زیاته کړه، د وروستیو ورښتونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه چې په ډېری ځمکه یې غنم، پياز، کچالو او هوږه کرل شوي وو، له منځه تللي دي.

هغه همدارنګه وايي، د ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا سل لوی او واړه څاروي هم تلف شوي دي.

دغه راز د لوګر والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي پژواک ته وویل، د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست د وروستي راپور له مخې، د سږ کال ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا اته کسان مړه شوي، پنځه ټپيان شوي او لسګونه استوګنیز کورونه نړېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي چې د یو شمېر کورنیو او نړۍوالو موسسو پرمټ له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي.

په ورته وخت کې د پل‌علم یوه اوسېدونکي عبیدالله پژواک ته وویل، د ورښتونو او سېلابونو له امله تر ډېره په مرکز پل‌علم، خروار او ازرې ولسوالیو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د محمداغې ولسوالۍ یوه کروندګر جېلاني پژواک ته وویل، د سېلابونو له امله د لوګر سیند کې اوبه زیاتې شوې او د سیند دواړو لورو ته سلګونه جریب کرنیز فصلونه یې له منځه وړي دي.

دا کروندګر وایي، ولایتي اداره او موسسې باید له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي.

د یادونې ده چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د لوګر ترڅنګ په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.