ژبه

يو چينايي شرکت د ننګرهار کرنې برخه کې پانګونه کوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي، يوه چينايي شرکت د دغه ولايت کرنې برخه کې د پانګونې ډاډ ورکړی دی.

د ننګرهار د کانال رياست وياند سيدهمايون غريبمل نن (د غويي ۱۷مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يوه چينايي شرکت مسوولينو نن د دې ادارې له رييس مولوي غلام‌الرحمن کظيم سره په همدې موخه ليدلي دي.

هغه وايي، په دغه ناسته کې د چينايي شرکت مسوولينو ډاډ ورکړی چې د ننګرهار اقلیم او په افغانستان کې موجوده امنیت ته په کتلو د ننګرهار کانال رياست پر ځمکه په پراخه کچه د کرنې برخه کې د پانګونې پلان لري.

غريبمل وايي، د کانال رييس د دې ادارې د کرنيزو ځمکو د اهميت، اقلیم او شته امکاناتو په اړه معلومات ورکړل او د پانګونې په موخه يې ورسره شرایط شريک کړل.

د هغه په وينا، د کانال رييس يادو چينايي پانګوالو ته د امکاناتو او اسانتياو برابرولو ډاډ ورکړ چې د ياد شرکت مسوولينو پانګونې ته لېوالتيا وښوده.

د یادونې ده چې له دې مخکې يو بل چينايي شرکت د ننګرهار قيمتي ډبرو د کاروبار برخه کې پانګونه کړې ده.