ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو

author avatar
9 May 2024 - 11:49
سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر پیل شو
author avatar
9 May 2024 - 11:49

کابل (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د رياست الوزراء اداري مرستیال، د حج فريضې د اداء کولو لپاره سعودي ته له تلوونکو کسانو وغوښتل چې دوی په هغه هېواد کې د افغانستان د خلکو استازي دي، نو دغه استازيتوب دې په ښه ډول وکړي.

له افغانستانه سعودي عربستان ته د حج‌کوونکو د لېږد لړۍ تېره شپه له کابله پیل شوه چې په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ تنه مدینې منورې ته ولېږدول شول.

د رياست‌الوزراء اداري مرستیال دغو حج‌کوونکو ته په خطاب کې ویلي چې دوی په سعودي کې د افغانستان د خلکو استازي دي، نو دغه استازيتوب دې په ښه ډول وکړي.

تېره شپه له افغانستانه سعودي ته د حج‌کوونکو د لېږد بهیر پیل شو چې په لومړي پړاو کې ۲۳۰ حاجیان د مدينې منورې ښار ته ولېږدول شول.

له افغانستانه سعودي عربستان ته د حج‌کوونکو لومړۍ الوتنې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د رياست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د حج پروسې ټول کارونه په ښه ډول تنظیم شوي دي.

هغه د لومړۍ الوتنې حاجیانو ته په خطاب کې وویل: «تاسو محترم حاجيان په سعودي عربستان کې د افغانستان د خلکو استازيتوب کوئ، نو دغه استازيتوب په ښه ډول ترسره کړئ.»

په ياده ناسته کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ‌الحدیث نورمحمد ثاقب وویل: «په مکه مکرمه کې د حرم شریف او د منی ترمنځ چې تر ټولو نږدې موقعیت دی، د حاجیانو لپاره عمارې (ودانۍ) نیول شوې او د تېرو کلونو په پرتله سږ کال مخکې له مخکې مدینې منورې ته د کاري کمېټو کارکوونکي لېږل شوي دي.»

هغه سعودي ته د حج فریضې اداء کولو په موخه تلونکي کسان ډېر بختور وبلل چې په وينا يې، دوی به د «رسول الله ﷺ» حضور ته ورځي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وایي چې سږ کال به د هېواد په کچه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.