Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې څه باندې سل جریب کوکنار له منځه وړل شوي

فراه‌ښار (پژواک، ۲۲ غويی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۰۹ جریب کښت او ۲۴۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي له منځه وړل شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د فراه امنيې قوماندانۍ له لوري رسنیو ته استول شوې ده.

سرچینه وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په پرچمن او بکواه ولسوالیو کې عملیات کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو پر مهال د پرچمن ولسوالۍ په دوخاري او وشینه سیمو کې ۱۰۹ جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.

سرچینه دغه راز زیاتوي چې په یاده ولسوالي کې ۲۳۰۰ کیلوګرامه ومان هم ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په بکواه ولسوالۍ کې سل کیلوګرامه بېلابېل نشه‌يي توکي ترلاسه او په سیمه کې سوځول شوي دي.

د یادونې ده، په ټولو ولایتونو کې د کوکنارو کښت اړولو کمپاین پيل شوی چې په ترڅ کې یې تر اوسه سلګونه جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.