کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په اتو ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (د غويي ۲۲مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سبا (د غويي ۲۳مه) په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د باران، تالندې، ناڅاپي سېلابونو راوتلو او چټکو بادونو د احتمال اټکل شوی دی.
د سرچینې په وینا، بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو اټکل شوې ده.
Views: 44
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن