کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۳): له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون وايي، له راستنېدونکو کسانو سره کړو ژمنو ته ژمن دی او د کابل امنيې قومندانۍ ورته ویلي چې اللهګل مجاهد يې د پخوانيو کړنو په تړاو نه، بلکې د قتل يوې تازه پېښې په تور نیولی دی.
امنیتي کسانو، د مخکنۍ ولسي جرګې غړی اللهګل مجاهد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې ونیو خو وروسته یې خوشی کړ؛ هغه له خوشي کېدو وروسته ترکیې او بیا ایران ته ولاړ او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې د ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې بېرته هېواد ته راستون شو.
د راپورونو له مخې، د کابل امنیې قوماندانۍ وړمه ورځ (د غويي ۲۳مه) وویل چې اللهګل مجاهد یې د مقتول قاري سعيدالله په قضیه کې - چې د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په نهمه وژل شوی وـ توقیف کړی دی.
له افغان شخصيتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسيون د اللهګل مجاهد د نيول کېدو په اړه وضاحت ورکړی او نن يې پر خپله اېکسپاڼه ليکلي چې هغه د قاري سعیدالله په نوم د یوه کس په وژلو کې تورن دی او له همدې امله توقیف شوی دی.
سرچينې لیکلي: «قاري سعیدالله په ۱۴۰۲/۱۲/۹ نېټه په سروبي کې شهيد شوی و، د نوموړي د قتل په تور نيول شوو کسانو ادعا کړې چې دا کار يې د اللهګل مجاهد په غوښتنه د پیسو په مقابل کې کړی، دا قضیه به د اسلامي امارت په محاکمو کې په عادلانه توګه څېړل کېږي.»
د کمېسیون د څرګندونو له مخې، د کابل امنيې قوماندانۍ ویلي چې اللهګل مجاهد يې د پخوانيو کړنو په تړاو نه، بلکې د قتل يوې تازه پېښې په تور نيولی دی.
له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون لیکلي: «دا چې اللهګل مجاهد له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې هېواد ته راستون شوی، نو کمېسیون وضاحت ورکوي چې له راستنېدونکو کسانو سره کړو ژمنو ته متعهد یو او د امیرالمومنین حفظهالله د عفوې فرمان عملي کېږي.»
سرچینه زیاتوي، راستانه شوي کسان د نورو ټولو افغانانو په شان په حقالعبدي مسایلو کې د قانون په رڼا کې ځواب ويونکي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP