Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او پنځه تنه ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۳): سېمه‌ییز مسوولین وایي، په پروان، بادغیس او بغلان ولایتونو کې د درېیو بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار د دغه ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند  قلعه نصرو سېمه کې یوه موټر درې ماشومان وهلي چې یوه یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور یې ټپیان شوي دي.

سرچېنې لیکلي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي او پېښه تر څېړنو لاندې ده.

دغه راز د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې وروسته د دغه ولایت غورماج ولسوالۍ اړوند آب ګرمک سېمه کې یوه موټرسایکل د چلونکي له کنټرول څخه وتلی او خپل ژوند یې په کې لاسه ورکړی دی.

د یو بل خبر له مخې،  د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي شېر احمد برهاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د خنجان ولسوالۍ  ملخانو په نوم سیمه کې د ۵۸۰  او یوه فورتینر موټرو ترمنځ ترافیکې پېښه شوې ده.

هغه وویل چې له دغې پېښې وروسته فورتینر موټر اور اخیستی چې له امله درې کسان ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.