شبرغان (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د جوزجان پوهنې ریاست خبر وايي چې په دغه ولایت کې تېر کال خلکو پوهنې ریاست ته یوولس جریبه ځمکه وقف کړې او له سوداګرو او خلکو غواړي چې د ښوونځیو ودانیو جوړولو برخه کې همکاري وکړي.
د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د جوزجان اوسېدونکو تل د پوهنې ادارې ملاتړ کړی او د ښوونځیو جوړولو لپاره یې خپلې ځمکې په وړیا ډول زموږ ادارې ته وقف کړې دي.»
هغه زیاته کړه، د یاد ولایت اوسېدونکو په ۱۴۰۲ کال کې خپله څه باندې ۲۲ زره مترمربع ځمکه ښوونځیو جوړولو لپاره یاد ریاست ته وقف کړه.
نوموړی په داسې حال کې چې د ښوونځیو ودانیو جوړولو برخه کې د پوهنې د مینهوالو د همکارۍ غوښتونکی دی، زیاته یې کړه: «اوسمهال هم زموږ ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، هڅه کوو څو روان کال کې دغو ښوونځيو ته د پوهنې له وزارت سره د همکارو د موسسو او خلکو په مرسته ودانۍ جوړې کړو.»
هغه زیاته کړه: «د جوزجان له اوسېدونکو مو غوښتنه دا ده چې له خپل معارف سره همکاره اوسي او خپل د خیر کارونو ته دوم ورکړي.»
د ښوونځي ودانۍ ته د ځمکې یو وقفکوونکی
د شبرغان ښار یو اوسېدونکی بصیر چې خپله دوه جریب ځمکه یې ښوونځي جوړولو ته وقف کړې وايي: «ډېر خوښ یم چې ماشومان به مو د ښوونځي له جوړېدو وروسته په یوه خوندي چاپېریال کې زدهکړې کوي.»
هغه زدهکړې لپاره د مناسب چاپېریال شتون اړین بولي او زیاتوي: «کله مې چې ولیدل ماشومان په ډېره لېوالتیا ښوونځي ته ځي، سره له دې چې د زدهکړو سم ځای نه لري، نو پرېکړه مې وکړه چې خپله دوه جریب شخصي ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره وقف کړم.»
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن