Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پل‌عالم، ترینکوټ، سرپل (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین په لوګر، اروزګان او سرپل ولایتونو کې د کتابونو اونیز، دوه ورځني او یو ورځني نندارتونونو له جوړېدو خبر ورکوي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو او لرغونو او هنري اثارو نندارتون جوړ شوی دی.

هغه وايي، په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه او دغه‌ راز تاریخي او هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

ورته مهال، د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي وايي، په دغه ولایت کې یې د کتابونو دوه ورځنی نندارتون جوړ کړی چې موخه یې مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.

هغه زیاته کړه، په یاد نندارتون کې یې سلګونه ټوکه دیني، اسلامي، کلتوري، ادبي، اقتصادي او معلوماتي کتابونه نندارې ته ایښي دي.

د یو بل خبر له مخې، سرپل کې هم د کتاب‌لوستنې اونۍ نمانځلو په موخه اووه ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا عبدالغفار حق‌نما وايي، د کتابونو د نندارتون په لومړۍ ورځ لسګونه شاعران، لیکوالان، د شعر او ادب مینه‌وال او کتاب‌لوستونکي ورغلي دي.

د یادونې ده، د کتابونو دغه نندارتونونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بیهقي کتاب خپرولو ریاست په همغږۍ او همکارۍ د کتاب‌لوستنې اونۍ نمانځلو په موخه جوړ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.