فیضاباد (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سېلابونو راوتلو له امله د فیضاباد – بهارک لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري وايي، له نن سهار راهيسې د فيضاباد – بهارک لويه لار چې بهارک، جرايم، يمګان، کران او منجان، شهدا، وردوج، زيباک، اشکاشم، واخان، شغنان او مایمي درواز ولسوالۍ د دغه ولايت له مرکز فيضاباد سره نښلوي، د ارغنجخواه ولسوالۍ په ابافچک سيمه کې د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې اوسمهال د لارې دواړو خواوو ته لسګونه مسافروړونکي موټر بند پاتې او د یادې لارې د خلاصېدو په تمه دي.
ورته مهال، ایسار شوو مسافرو له پژواک خبري اژانس سره په ټیلیفوني اړیکه کې د یادې لارې د ژر خلاصېدو غوښتنه کړې ده.
د جرم – فیضاباد لین یو موټرچلوونکی محمدعارف وايي چې د هغه د موټر ډېری سپرلي دولتي کارکوونکي دي چې د لارې بندېدو له امله یې ونشو کړای خپلو دندو ته حاضر شي.
نوموړي زیاته کړه چې مسوول بنسټونه دې د یادې ستونزې حل لپاره لاس په کار شي او یاده لویه لار دې ژر تر ژره خلاصه کړې.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن