کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ترکیې د کډوالۍ ادارې له مشر سره په لیدنه کې افغانانو ته د ویزې ورکولو برخه د اسانتیا رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياءاحمد تکل پر اېکسپاڼه د یو پیغام په خپرولو سره د ترکیې د کډوالۍ ادارې د رییس اټیلا توروس په مشرۍ له پلاوي سره د مولوي اميرخان متقي له لیدنې خبر ورکړی دی.
متقي له هغه غوښتي چې افغانانو ته د ويزې ورکړې بهیر کې اسانتياوې رامنځته کړي، څو هېوادوال وکولای شي په قانوني ډول دغه هېواد ته سفر وکړي.
سرچينه ليکي، متقي د ترکيې د بشري مرستو د هرکلي ترڅنګ له ترکي پلاوي سره د کډوالۍ، د ناقانونه کډوالۍ مخنيوي او له مافيايي فعاليتونو سره د مبارزې برخو کې د دوه اړخيزو همکاريو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
تکل زیاته کړه چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو هم خبرې شوې دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن