ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مالیزیا یو پوځي چارواکی: غواړو له کابل سره اړیکې لا ښې او پیاوړې کړو

د مالیزیا یو پوځي چارواکی: غواړو له کابل سره اړیکې لا ښې او پیاوړې کړو

author avatar
25 May 2024 - 15:06
د مالیزیا یو پوځي چارواکی: غواړو له کابل سره اړیکې لا ښې او پیاوړې کړو
author avatar
25 May 2024 - 15:06

کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د مالیزیا د د‌‌فاع وزارت یوه چارواکي ویلي، په دغه هېواد کې اوس د افغانستان په اړه نظر ښه شوی او حکومت یې لېوال دی چې له کابل سره اړیکې لا پیاوړې او ښې کړي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي په خپل دفتر کې د مالیزیا د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له مرستیال تاون محمدیاني بن داوود سره ولیدل.

سرچینه کې راغلي چې په دې ليدنه کې افغانستان ته د هغوی د وروستي سفر موضوعاتو او پایلو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د مالیزیا د دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال ویلي: «هغه څه چې مو په میډیا کې اورېدلي وو او هغه څه چې مو په افغانستان کې ولیدل، ډېر توپیر یې درلود، هلته په درېيو کلونو کې ډېر کار شوی و او زموږ له لوري شوې وعدې به ټولې ان‌شاءالله عملي کېږي.»

هغه ویلي: «په مجموع کې په مالیزیا کې د افغانستان په اړه نظر ډېر ښه شوی، زموږ نظام لېوال دی چې له کابل سره اړیکې لا ښې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو مالیزیايي پلاوی د روان ۱۴۰۳ کال د غویي په څلورمه په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ او اړیکو پراخېدو په موخه کابل ته راغلی و.

په ياد پلاوي کې د مالیزیا د لومړي وزیر استازي او د لومړي وزیر د دفتر، د دفاع، کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو استازو برخه درلوده.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.