ژبه

د هوثیانو بریدونه؛ د ریاض هوايي ډګر به تر راتلونکې شنبې ورځې تړلی وي

احمد صهیب حسرت

۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۲۸

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی چې پر ریاض د یمن د حوثیانو د مرګونو توغندیزو بریدونو له امله به د دغه ښار نړۍوال هوايي ډګر تر شنبې ورځې تړلی پاتې وي او یو شمېر هوايي شرکتونو هم دغه هېواد ته خپلې الوتنې لغوه کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې په ریاض کې د ملک خالد نړۍوال هوايي ډګر فعالیتونه د خوندیتوب د ارزونو بشپړولو او د دغه هوايي ډګر د تاسیساتو د بیا فعالیت لپاره د چمتووالي د ډاډ ترلاسه کولو په موخه ځنډول شوي دي.

د راپور له مخې، یاد هوايي ډګر چې د جدې له هوايي ډګر وروسته د سعودي عربستان دویم تر ټولو بوخت هوايي ډګر دی، د شنبې ورځې، د اکټوبر تر ۱۷مې، د ګرینویچ په وخت د شپې تر ۹ بجو تړلی پاتې کېږي.

دغه هوايي ډګر له تېرې شنبې ورځې راهیسې، له هغه برید وروسته تړل شوی چې په ترڅ کې یې ۱۳ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شول. د یکشنبې ورځې په یوه بل برید کې هم یو کس ووژل شو او نږدې ۱۲ نور ټپیان شول.

د هوايي چلند د معلوماتو د تحلیل شرکت «سیریوم» د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان په هوايي ډګرونو کې د لغوه شوو الوتنو کچه ۴۶٫۴ سلنې ته رسېدلې ده.

لوفت‌هانزا هوايي شرکت د اکټوبر تر ۱۶مې ریاض ته خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې او د ایر فرانس–کې‌اېل‌اېم شرکت هم ریاض ته او له دغه ښاره د الوتنو ځنډول د روانې میاشتې تر پایه غځولي دي.

دغه‌راز، اتحاد هوايي شرکت د سیمه‌ییزو ګډوډیو له امله د ابوظبۍ او د ریاض، جدې او دمام ښارونو ترمنځ الوتنې لغوه کړې او اعلان یې کړی چې د ابوظبۍ او ریاض ترمنځ به د اکټوبر تر ۱۹مې الوتنې ترسره نه شي.

قطر هوايي شرکت هم ریاض او دمام ته او له دغو ښارونو خپلې الوتنې په موقت ډول درولې دي.

بلخوا، دلتا هوايي شرکت اعلان کړی چې د اتلانتا او ریاض ترمنځ د پلان شوو الوتنو پیل، چې ټاکل شوې وه د اکټوبر په ۲۳مه وشي، د ۲۰۲۷ کال تر مارچ میاشتې ځنډولی دی.

دغه وضعیت په داسې حال کې رامنځته شوی چې ټاکل شوې د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې په ریاض کې د سعودي عربستان د پانګونې د ستر کنفرانس او د انرژۍ نړۍوال کانګرېس «ډبلیوپي‌سي» په ګډون د اقتصاد او انرژۍ برخو کې مهمې غونډې ترسره شي.