ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د دوو قتلونو په تور درې کسان نیول شوي

اروزګان کې د دوو قتلونو په تور درې کسان نیول شوي

author avatar
26 May 2024 - 11:38
اروزګان کې د دوو قتلونو په تور درې کسان نیول شوي
author avatar
26 May 2024 - 11:38

ترینکوټ (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالي کې د دوو قتلونو په تور درې کسان نیول شوي دي.

د اروزګان امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني ویلي چې تېره ورځ پولیسو د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نیولي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد کس نږدې دوه میاشتې مخکې د دې ولسوالۍ په ګاري بازار کې وژل شوی و.

اروزګانی دغه راز زیاتوي چې درېیم کس د یوه موټرچلوونکي د وژلو په تور نیول شوی دی.

د هغه په خبره چې یاد موټرچلوونکی یوه میاشت مخکې په دهراوود ولسوالي کې وژل شوی و او فیلډر موټر یې ترې بیولی و.

سرچینه زیاتوي چې یاد کسان به عدلي او قضایي ادارو ته وروپېژندل شي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.