مزارشریف (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې یې یوه اندازه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ له لوري پژواک ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي او استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې ۴ کړۍ ماینونه او ۲۰ د پیکا مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د یادو چاودېدونکي توکو په تړاو دوه کسان نیول شوي خو نور یې تښتېدلی دي.
خبرپاڼه دغهراز وایي چې تښتېدلي کسان د امنیتي ځواکو تر تعقیب لاندې دي او ژر به ونیول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP