غزني ښار (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د غزني د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر نجونو، د تعلیمي او فرهنګي بنسټونو په همکارۍ د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د غزني ولایت په جاغوري کې یو شمېر نجونو د دې ولسوالۍ انګوري بازار سیمه کې مطالعې ته د نجونو هڅونې په موخه د کتابونو اووه ورځنی نندارتون پرانیستی دی.
د دغه نندارتون یوې تنظیموونکې او لیکوالې سهیلا جاوید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد نندارتون یې د ځوانانو او په ځانګړې توګه له زدهکړو محرومو نجونو په منځ کې د کتابلوستنې فرهنګ دودولو په موخه پرانیستی دی.
د هغې په خبره یاد نندارتون یې دغه ولایت کې د تعلیمي او فرهنګي بنسټونو په همکارۍ پرانیستی دی.
سهیلا وویل: «دې وروستیو کې د کتاب لوستلو فرهنګ د ځوانانو ترمنځ ډېر پیکه شوی، مونږ له ټولو نجونو غوښتنه کوو چې د بېلابېلو کتابونو په اخیستلو سره د خپل پرمختګ لپاره هڅه وکړي، موږ دغه نندارتون ځکه جوړ کړی چې نجونې کتابونه په کمه بیه واخلي او په کور کې یې د بیکارۍ پر مهال ولولي.»
د نبیلا محمدي په نوم یوې بلې فرهنګي فعالې وويل، د دغه ډول نندارتونونو له جوړولو سره کېدای شي چې کتابلوستنې ته د ځوانانو لېوالتيا ډېره شي.
ورته مهال، هغه کسان چې دغه نندارتون ته راغلي، خوښ دي او زیاتوي چې د نجونو له لوري د کتابتون پرانیستل او ځوانان مطالعې ته هڅول مثبت ګام دی.
د نندارتون یوه ګډونوال استاد سلطانعلي احساني وویل: «مطالعه د هر انسان په ژوند کې د مثبتو بدلونونو لامل ګرځي او انسان خپل هدف ته رسوي، دا چې اوس مهال د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی، لاملونه یې زیات دي، ښځینه چې د نورو په پرتله له زدهکړو بېبرخې دي، باید هڅه وکړي چې د مطالعې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.»
په همدې حال کې د یاد ولایت ځايي چارواکي هم دغه ډول نندارتونونه د ټولنې د ښه فرهنګ نښه بولي او هرکلی یې کوي.
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف او نهی عنالمنکر امر مولوي مزمل وویل، د شرعي حجاب په مراعتولو او اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره نجونې کولای شي د کتابونو په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP