Language

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له عمان سره لومړۍ تمریني لوبه کوي

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د دوه تمریني سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له عمان سره ترسره کوي.

ټاکل شوې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز نړۍوال جام سیالیو له پیله مخکې دوه تمریني لوبې ترسره کړي چې په دغه لړ کې به نن لومړۍ لوبه له عمان سره او دویمه به بیا د جمعې په ورځ له سکاټلېنډ سره ترسره کړي.

یاده لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹ بجو او ۳۰ دقیقو په وېسټ‌انډیز کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کرکټ ملي لوبډله د کربین په سېنټ کېټس او نېوېس ټاپو کې په تمریناتي کمپ کې له ګډون وروسته تېره ورځ د ټرینډاډ او ټوباګو ټاپو ته ورسېده چېرته چې د نړۍوال جام سیالیو کې له خپلې لومړۍ رسمي لوبې مخکې، دوه تمریناتي لوبې ترسره کوي.

د یادونې ده، د کرکټ شل‌اووریز نړۍوال جام سیالۍ په امریکا او وېسټ‌انډیز کې ترسره کېږي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جون په لومړۍ نېټه پیلېږي.