ترینکوټ (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروزګان ولایت په مرکز او خاص ارزوګان ولسوالۍ کې نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۷۴۰ سیلابځپلو کورنیو د نغدو پیسو مرسته ووېشل شوه.
اروزګان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوول مولوي ثناءالحق حقاني پژواک ته وویل، د یوې سروې په پایله کې ۲۴۰ کورنۍ په خاص اروزګان ولسوالۍ او ۵۰۰ نورې په مرکز ترینکوټ کې اړمنې او مستحقې پېژندل شوي وې.
هغه وایي، نن د یادو کورنیو لاسنیوی کېږی او هرې کورنۍ ته یوولس زره افغانۍ ورکول کېږي.
حقاني دا مرسته د دوی د ادارې اړوند بولي او د دوامداره کېدو ژمنه یې کوي.
د شاولي او احسانالله په نومونو د مرکز ترینکوټ دوه اوسېدونکي چي یادې مرستې یې ترلاسه کړې خوشحاله دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP