Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیزیا کې د پرلېس اسلامي پوهنتون افغان محصلینو ته بورسیې ورکوي

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۳): مالیزيا کې د افغانستان سفارت وايي چې په دغه هېواد کې د پرلېس اسلامي پوهنتون رییس افغان محصلینو ته د بورسیو ورکولو ژمنه کړې ده.

ماليزيا کې د افغانستان سفارت پر اېکس‌پانه راغلي چې د ياد سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي د پرلېس ایالت له مفتي او د پرلېس اسلامي پوهنتون له رییس پروفیسور ډاکټر محمد رزمي سره وليدل.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې پر اقتصادي او سیاسي اړیکو د خبرو ترڅنګ د یاد پوهنتون مشر ژمنه وکړه چې افغان محصلینو ته به د بورسیو اسانتیا برابره کړي.

سرچینې د رزمي له قوله ویلي: «موږ ټول له افغانستان سره مینه لرو او ستاسې د مبارزې ستاینه کوو، موږ غواړو افغانستان ته سفر وکړو، علماء او تجاران راسره بیایو، ستاسې له تجربو به ګټه پورته کړو، وبه ګورو چې موږ د افغانستان لپاره څه کولی شو.»

سفارت دغه راز لیکلي چې احمدي د پرلیس ایالت له ولیعهد سره هم ليدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.