ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال: په ولسواليو کې هم بې‌سرپرسته ماشومانو ته روزنتونونه جوړوو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال: په ولسواليو کې هم بې‌سرپرسته ماشومانو ته روزنتونونه جوړوو

author avatar
3 Jun 2024 - 17:51
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال: په ولسواليو کې هم بې‌سرپرسته ماشومانو ته روزنتونونه جوړوو
author avatar
3 Jun 2024 - 17:51

ګردېز (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستیال وايي چې د ولایتونو ترڅنګ په ولسوالیو کې هم د بې‌سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتونونه جوړېږي.

دغه څرګندونې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال مولوي عبدالبر د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د يوه روزنتون د پرانيستې مراسمو کې وکړې.

نوموړي وويل، په هېواد کې د جګړو له امله ګڼ شمېر ماشومان بې‌سرپرسته او يتيمان شوي چې د روزنې لپاره يې حکومت د ټولو ولايتونو په مرکزونو کې روزنتونونه جوړ کړي او ماشومان په کې تر روزنې لاندې دي.

هغه زياته کړه چې د يادو روزنتونونو مالي لګښت د حکومت له بودجې ورکول کېږي.

نوموړي وويل: «په اوس وخت کې د امارت ټول مسوولين دې ته متوجه شوي چې په هېواد کې ټولو يتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته روزنتونونه جوړ کړي؛ په ټولو ۳۴ ولایتونو کې روزنتونونه جوړ شوي، په ولسوالیو کې یې هم جوړوو.»

دغه راز، يادې غونډې ته د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رييس قاري محمدرحيم نصرت وويل چې د بې‌سرپرسته ماشومانو د روزنې برخه کې د ودانیو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي وويل: ‌»سږ کال پکتيا کې ۶۰۰ په تعداد بې‌سرپرسته او يتيم ماشومان به په روزنتونونو کې جذب شي، خو د منظمو تعميرونو نشتوالي له امله له ستونزې سره مخ یو.»

بل لور ته، ماشومان په دغو روزنتونونو کې له خدمتونو خوښ دي.

د پکتیا په یاد روزنتون کې یوه بې‌سرپرسته ماشوم حامد پژواک ته وويل چې په روزنتون کې ورته د زده‌کړو ترڅنګ ډوډۍ، د لوبو او نورې اړينې اسانتياوې ورته برابرې شوې دي.

په ياد روزنتون کې يوه بل ماشوم امين خان وويل، پخوا يې په ښار کې کراچۍ چلوله خو زیاتوي، اوس ورته د زده‌کړو او روزنې زمينه برابره شوې ده.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول هېواد کې د ياد وزارت اړوند روزنتونونو کې شاوخوا لس زره ماشومان تر روزنې لاندې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.