ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او برېښنا وزارت د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی

د اوبو او برېښنا وزارت د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی

author avatar
4 Jun 2024 - 15:28
د اوبو او برېښنا وزارت د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی
author avatar
4 Jun 2024 - 15:28

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت د هېواد سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې میاشتې له ۱۵مې تر ۱۶مې د هېواد په ځينو سیندیزو حوزو کې د سېلابونو راوتو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو احتمال شته دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په «پنج‌ امو او کابل» سیندیزو حوزو کې د نسبتاً شدیدو بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، خوست او پکتیا سیندونو کې د اوبو ډېرېدو، واورو ویلي کېدو او بارانونو له امله د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

سرچینې د یادو سیمو له اوسېدونکو غوښتي څو د اوبو ډېرېدو او سېلابونو راوتلو پر مهال د سیندونو غاړو ته له تلو ډډه وکړي، دغه راز دې د ټيټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.