Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو افغان د نیپال د تکواندو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وایي چې د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې پخوانی غړی سید حسن رضایي د نیپال د تکواندو ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د تکواندو ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی سید حسن رضایي د نیپال ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه ګومارل شوی دی.

سرچینې ویلي، د تکواندو ملي فدراسیون مشرتابه د تکواندو سترې کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د دغه ستر ویاړ مبارکي وایي.

دغه راز، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې مشر روزونکي محمدبشیر تره‌کي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، سید حسن رضایي په نړۍوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره څو ارزښتمن مډوالونه ګټلي دي.

د یادونې ده، له دې مخکې په ۱۴۰۲کال کې د تکواندو یو بل افغان ورزشکار روح‌الله نیکپا د نیوزلینډ د تکواندو ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.