Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکاره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکاره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
5 Jun 2024 - 11:44
د کډوالو چارو وزارت له یوې موسسې سره د همکاره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
5 Jun 2024 - 11:44

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت وايي، له یوې موسسې سره یې د څه باندې دوه میلیون او ۷۳۱ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

یاد وزارت پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد هوکړه‌لیکونه «د وطن تخنیکي او ټولنیزو خدماتو» له موسسې سره لاسلیک شول.

سرچینه وايي، یاد هوکړه‌لیکونه د کډوالو چارو وزارت د مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د یادې موسسې استازو ترمنځ لاسلیک شول چې ارزښت یې دوه میلیون او ۷۳۱ زره او ۸۵۴ امریکايي ډالر دی.

سرچینې لیکلي، د یادو هوکړه‌لیکونو له مخې یاده موسسه دوه میلیون او ۱۳۴ زره او ۵۶۲ ډالر په کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، میدان‌وردګ، لوګر، بامیان، دایکنډي او غور ولایتونو کې د نغدي، خوراکي، روغتیايي او رواني خدمتونو، ښوونځیو جوړولو، د زده‌کړو مرکزونو، سرپناه، د اوبو رسولو شبکو، د قابلګۍ کورسونو، د حرفو لپاره د اړتیا وړ لوازمو برابرولو او د ځانګړې اړتیا درلودونکو کسانو قضیو پېژندلو برخو کې لګوي چې ۱۰ زره او ۵۰۰ کورنۍ به ترې برخمنې شي.

سرچینې زیاته کړې، یاده موسسه به ۵۹۷ زره او ۲۹۲ ډالر په پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د ۳۳۰۷ کورنیو لپاره د نغدي، غیرخوراکي، حقوقي، سروې، قابلګي کورسونو، له ۴۰۰ ځایونو څخه د څارنې، د کډوالو د وضعیت او د رسمي او غیررسمي سرحداتو د وضعیت څارنې د جلسو ترسره کولو، د ځانګړې اړتیا درلودونکو کسانو قضیو پېژندلو برخو کې ولګوي.

د یادونې ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مخکې له دې هم له داخلي او خارجي موسسو سره د هکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.