Language

خیبر پښتونخوا کې چاودنې اووه پاکستاني سرتېري وژلي

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه افسر په ګډون اووه پاکستان پولیس وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

د مشال راډیو راپور له مخې، دغه چاودنه پرون د ملکي‌مروت اړوند سلطان‌خېلو سيمه کې د امنیتي کسانو یوې پوستې ته څېرمه شوې ده.

راپور کې راغلي چې له چاودنې وروسته د وسله‌والو او پوځيانو ترمنځ نښته هم شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه یو سرتېری ژوبل شوی دی.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.