کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له لېسته د «طالبانو» د نوم ایستلو احتمال له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې له اسلامي امارت سره د اړیکو د اړتیا له مخې څېړل کېږي.
د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې له اسلامي امارت سره اړیکې د روسیې د ملي ګټو لپاره مهمې دي.
هغې زیاته کړې، ځینې رسنۍ له افغانستان سره د روسیې د اړیکو په اړه لیکنې کوي، خو په خبره یې پر دې نه پوهېږي چې د نشهیي توکو له قاچاق، ترهګرو او سازمان شوو جرمونو سره د مبارزې لپاره اړیکو جوړولو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې غبرګولي میاشتې په اتمه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي وو چې له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول اړین دي؛ ځکه هغوی اوس پر افغانستان کې واکمن دي.
دغه راز، د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګيلاوروف او د افغانستان لپاره د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د غبرګولي په ۷مه په جلا څرګندونو کې ویلي وو چې مسکو غواړي «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي او «طالبان» هغه څوک دي چې د افغانستان رښتینی ځواک یې په لاس کې دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د روسي چارواکو د یادو څرګندونو هرکلی کړی و.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن