ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې سږ کال نږدې ۲۳۰۰ ټنه شفتالو تولید شوي

کندوز کې سږ کال نږدې ۲۳۰۰ ټنه شفتالو تولید شوي

author avatar
15 Jun 2024 - 15:33
کندوز کې سږ کال نږدې ۲۳۰۰ ټنه شفتالو تولید شوي
author avatar
15 Jun 2024 - 15:33

کندوز (پژواک، ٢٦ غبرګولی۱۴۰۳): د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې ٢٢٧٧ ټنه شفتالو توليد شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

هغوی په دغه ولایت کې د شفتالو حاصلاتو ډېرېدو لامل د بڼوالۍ روزنیز سیمینارونو ترسره کېدل،  بڼوالو ته د درملو او مېوو تصدیق شوو نیالګیو وېش بولي.

د کندوز د کرنې رياست د کرنیزو چارو امر صلاح‌الدين واحدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په دغه ولایت کې ٢٢٧٧ ټنه شفتالو تولید شوي چې د تېر کال په پرتله لس سلنه زياتوالى ښيي.

هغه زیاته کړه: «کندوز کې د شفتالو ۱۵۳ هکتاره باغونه دي، سږ کال یې ۲۲۷۷ ټنه حاصلات ورکړي چې د تېر کال په پرتله ډېر دي، تېر کال دغو باغونو ۲۰۷۰ ټنه حاصل ورکړی و.»

واحدي په دغه ولايت کې د شفتالو حاصلاتو ډېرېدو لامل د بڼوالۍ روزنيز سيمينارونو ترسره کېدل، د درملو او تصديق شوو نيالګيو وېش او مناسبه هوا بولي.

ورته مهال، ځيني بڼوال پّ دغه ولایت کې د معیاري سړو خونو او د پلور بازار نشتوالی جدي ستونزه یادوي او له مسوولینو غواړي چې رسېدنه ورته وکړي.

په دې اړه د شفتالو یوه بڼوال سمیع الله وویل: «حاصلات ښه دي، خو زموږ ستونزه دا ده چې د شفتالو د راټولولو په موسم کې بازار یو څه کمزوری وي، زموږ غوښتنه داده چې اسلامي امارت دې د بازارموندنې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

په دې اړه یوه بل بڼوال عبدالقدیر وويل: «بايد معياري سړې خونې جوړې شي څو زموږ حاصلات وساتل شي او په ښه بيه وپلورل شي.»

يو شمېر نور بڼوال هم له حکومته خپلو حاصلاتو ته بازار او اسانتیاوې غواړي.

کندوز د افغانستان په شمال کې د کرنې له اړخه مشهور ولایت یادېږي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.