کابل (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، د لوی اختر درې ورځې له کومې امنیتي پېښې پرته په ټول هېواد کې په یوه ډاډمنه فضا کې تېرې شوې.
دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
هغه لیکلي، امنیتي ځواکونه د یوه منظم پلان له مخې د نورو ځواکونو په همغږۍ او همکارۍ وتوانېدل چې د اختر امنیت تامین کړي او افغانانو ته په مذهبي مراسمو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د هغه په خبره، دغه بريا د دقيق او موثر امنيتي پلان جوړونې له مخې، د امنيتي ځواکونو د شپه او ورځ هڅو او د افغانستان د متدینو خلکو د همکارۍ پايله ده.
قانع د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پولیسو له سرښندنو او همدا راز د خلکو له همکارۍ مننه کړې او دغه بریا یې د خلکو لپاره یوه ستره ملي لاسته راوړنه او ویاړ بللی دی.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن